شهباز شریف: د یو کمربند او یوې لارې وړاندیز د خلکو لپاره همغږي، سوله او پرمختګ راولي
CMG2022/11/14 14:48:49
شريکول:

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف د نومبر په پيل کې له چين څخه رسمي لېدنه وکړه.

نوموړی د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس وروسته د بهرنيو مشرانو له لومړۍ ډلې څخه و، چې دغه هېواد ته يې سفر وکړ او د پاکستان د صدراعظم په توګه د ده تر ټاکل کېدو وروسته چین ته د هغه لومړی سفر و.

شهباز شریف چين ته د خپل سفر په ترڅ کې له چین ميډيا ګروپ سره ځانګړې مرکه کړې ده. نوموړي په مرکې کې ویلي، چې د یو کمربند او یوې لارې وړاندیز خلکو ته همغږي، سوله او پرمختګ راولي او د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز د همدغه وړانديز یوه لویه پروژه ده.

دا پروژه په ۲۰۱۵م کال کې په اسلام آباد کې د چین د دولت رئیس شي جين پینګ او د پاکستان د پخواني صدراعظم نواز شریف لخوا لاسلیک شوې ده. د دې پروژې د پانګونې اندازه ۳۰ ميلیارډه ډالره ده، چې د پاکستان اقتصادي پرمختګ ته يې خوځنده ځواک او زیات کاري فرصتونه برابر کړي دي.

شهباز شریف ويلي، چې چين او پاکستان بايد خپلمنځي همکاريو ته دوام ورکړي، د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز په چوکاټ کې دې د تصديو ترمنځ تګ راتګ پياوړی او د کرنې، صنعتي پارکونو او لوړو تخنيکونو کې دې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي.