د لندو ځمکو تړون د لاسليک کوونکو په ۱۴م کنفرانس کې د چين نظرونه مطرح شوي
CMG2022/11/14 11:23:38
شريکول:

د لندو ځمکو تړون د لاسليک کوونکو ۱۴ م کنفرانس د نومبر په ۱۳ مه نېټه رسماً پای ته ورسېد.

 دغه کنفرانس د نړۍ د لندو ځمکو د ساتنې او بيا سمسورتيا د اوسنيو او راتلونکو کارونو لپاره لوری په ګوته کړی او د چين یو شمېر نظرونه يې مطرح کړي دي.

دا لومړی ځل و، چې دغه کنفرانس د چين په کوربه توب ترسره شو. 
په دغه کنفرانس کې د وو هان اعلاميه او د لندو ځمکو د پرمختګ د ستراتېژۍ نړيوال چوکاټي تړون تصويب شوي او د نړۍ د لندو ځمکو ساتلو ته يې نوی خوځنده ځواک ورکړی دی.
په دغه کنفرانس کې دا هم مطرح شوي، چې چين به د لندو ځمکو ملي پارکونه جوړ او د خپلو ۱/۵ لندو ځمکو د ساتلو لپاره به ډېر جدي اقدامات غور کړي او په شنجن ښار کې به د سور ځنګل نړيوال مرکز او د مهاجرو مرغانو د کډولو دهليز د ساتلو شبکه جوړه کړي.