د چين د هوايي چلند وسايلو نندارتون نن پای ته ورسېد
CMG2022/11/14 11:18:15
شريکول:

د چين د هوايي چلند وسايلو ۱۴ م نندارتون د نومبر په ۱۳ مه نېټه پای ته ورسېد.
د مالوماتو له مخې، له دغه نندارتون څخه شاوخوا ۲۰۰ زرو نندارچيانو لېدنه کړې او د ۴۳ هېوادونو او سيمو ۷۳۰ تصديو پکې زرګونه توليدات نندارې ته وړاندې کړي وو.
په دغه نندارتون کې ۱۲۱ الوتکې او ۵۴ داسې ګرانبیه ځمکني تجهيزات، چې د الوتکو د الوت پر مهال کارول کيږي، نندارې ته اېښودل شوي وو.
مالومات ښيي، چې د دغه نندارتون پرمهال شاوخوا د ۳۹ ميليارډو او ۸۰۰ ميليونو ډالرو په ارزښت قراردادونه لاسليک شوي دي.