د چين او استراليا صدراعظمانو لېدنه کړې
CMG2022/11/14 11:04:42
شريکول:

د چين صدراعظم لي که چيانګ د نومبر په ۱۲ مه نېټه د کمبوډيا په پلازمينې پنوم پنه کې د ختيځې اسيا د همکاريو په اړه د مشرانو د لړيزو غونډو په څنډې کې له خپل استراليايي سيال البانيس سره ملاقات کړی دی.
البانيس په خپلو خبرو کې ويلي، چې استراليا غواړي له چين سره د لوړپوړو چارواکو ترمنځ اړيکې پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو د اړيکو سالم پرمختګ وهڅوي.
لي که چيانګ ويلي، چې د چين او استراليا اړيکې یوه موده خړې پړې او له ستونزو او پيچومو سره مخ وې، خو کله چې البانيس د استراليا د صدراعظم په توګه ټاکل شوی، نو هيله او هڅې يې پېل کړي، چې له چين سره اړيکې خپل عادي مدار ته وګرځوي.
نوموړي زياته کړې، چين هم غواړي، چې له استراليا سره په يوه لوري روان وي او دواړه هېوادونه دې د خپلمنځي سياسي اړيکو د جوړېدو ۵۰ مه کليزه ښه فرصت وبولي او اړيکو ته دې دوامدار، سالم او ثابت پرمختګ ورکړي.