لي که چيانګ د ختيځې اسيا په ۱۷مې سرمشريزې کې ګډون وکړ
CMG2022/11/14 16:08:59
شريکول:

د چين صدراعظم لي که چيانګ د نومبر په ۱۳مه نېټه د کمبوډيا په پلازمينې پنوم پن کې د ختيځې اسيا په ۱۷مې سرمشريزې غونډې کې ګډون وکړ.

په دغې سرمشريزې کې د اسيان د غړيو هېوادونو او امريکا، جاپان، کوريا جمهوريت، استراليا، نوی زيلاند، هند او روسيې مشرانو او استازو هم ګډون کړی و.

لي که چيانګ يادې غونډې ته په خپلو خبرو کې ۳ وړانديزونه  کړي دي.

نوموړي په خپل لومړي وړانديز کې ويلي، چې د سيمې هېوادونه دې پر خپلمنځي ستراتيژيکو خبرو اترو ټينګار وکړي او رغنده راکړې ورکړې دې ولري، په دويم وړانديز کې يې پر ګډو همکاريو تمرکز کړی او ويلي یې دي، چې د سيمې هېوادونه دې د ګډو ګټو پر همکاريو ټينګار وکړي او د خطرونو او ننګونو ضد مبارزې لپاره دې لاسونه يو کړي او په درېيم وړانديز کې يې ويلي، چې د سيمې هېوادونه دې د اسيان پر مرکزي مقام ټينګار ولري او د ټولشموله سيمه ييز چوکاټ د ابادۍ لپاره دې هڅې وکړي.

 لي که چيانګ په خپلو خبرو کې د کوريا ټاپووزمې د وضعيت او د اوکراين او ميانمر مسئلو په اړه هم خبرې کړي او د چين اصول او دريځونه يې څرګند کړي دي.

د غونډې ګډونوالو پر مهمو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو او چارو بحثونه کړي دي.