ماو نينګ: د چين او امريکا ترمنځ د تګ راتګ د مناسبې لارې ابادي دې زياته شي
CMG2022/11/14 17:10:39
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د نومبر په ۱۴مه نېټه د دغه وزارت په خبري ناسته کې د چين او امريکا د مشرانو ترمنځ د کتنې په اړه وويل، چې د امريکا په اړه د چين تګلارې او دريځ تلپاتې او څرګند دی او په دې هڅه کې دی، چې له امريکا سره د متقابل درناوي پر اساس سوله ييز ګډ ژوند او همکارۍ زياتې کړي او په عين وخت کې په ټينګه د خپل ملي حاکميت خونديتوب او د پرمختګ ګټې وساتي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د متقابل درناوي، سوله ييز ګډ ژوند او همکارۍ په شمول درې اصول وړاندې کړي او چين تل د يادو درېيو اصولو له مخې له امريکا سره اړيکو ته پرمختګ ورکوي او پر دې ټينګار کوي، چې په نوې زمانې کې دې د چين او امريکا ترمنځ د تګ راتګ د مناسبې لارې ابادي پياوړې شي. چين هيله لري، چې امريکا په ښه توګه د دواړو خواوو توپيرونه کنترول کړي، د ګډو ګټو همکارۍ پياوړې کړي، له سوتفاهم څخه ډډه وکړي او د سالم پرمختګ مناسب مدار ته د دواړو هېوادونو د اړيکو د ستنېدو لپاره هڅې وکړي.