د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نوامبر د ۱۴مې نېټې په ماسپښين په خپله ځانګړې الوتکه کې د اندونيزيا بالي ټاپو ته ورسېد.
د دغه هېواد لوړ پوړو چارواکو د بالي ټاپو په هوايي ډګر کې د شي جين پينګ د هرکلي مراسم تر سره کړل.
ګڼ شمېر ځايي وګړي له هوايي ډګر څخه هوټل ته د شي جين پينګ د تګ لارې پر دواړو غاړو راغونډ شول او د دواړو هېوادونو د ملي بيرغونو په رپولو سره يې نوموړي ته ښه راغلاست ووايه.
شي جين پينګ به د اندونيزيا د ولسمشر جوکو ويدودو په بلنه د نومبر له ۱۴مې نېټې څخه تر ۱۷مې نېټې پورې د دغه هېواد په بالي ټاپو کې د شلو هيوادونو ډلې(G20) د مشرانو په ۱۷مې سرمشريزه کې ګډون وکړي.