نړيوال په دې تمه دي چې نړۍ د (G-20) له سرمشریزې د نړیوال اقتصاد د احیا هیله ولري
CMG2022/11/14 15:06:21
شريکول:

د جي شل (G20) د مشرانو ۱۷مه غونډه به د نومبر په ۱۵مه او ۱۶مه نېټه د اندونیزیا په بلي ټاپو کې ترسره شي. نړیواله ټولنه دې ته سترګې په لار ده چې دغه سرمشریزه غونډه به عمده اقتصادونه وهڅوي، څو د عمومي اقتصادي تګلارو همغږۍ پياوړې کړي، پر څواړخېزم نظام، پرانیستې او ټولشموله، د ګډو ګټو پر بنست پر همکارۍ د ټينګار کولو غږ به اوچت کړي، د نړیوال اقتصاد د احیا او له نړیوالو ننګونو سره د نړیوالې ټولنې د ګډې مقابلې لپاره به پوره باور برابر کړي.

نړیواله ټولنه هم چین ته ډېره هیله لري، چې د ګردې نړۍ د پرمختګ د ستونزو د لرې کولو او د نړۍ د پرانیستې، برابر او هوسا پرمختګ د هڅولو لپاره فعال رول ولوبوي.

اوس په نړۍ کې کرونا وبا لا هم خپرېږي، د نړیوال اقتصاد احیا ډېره کمروزې شوې ده، نړۍ د ناارامۍ او بدلون نوي پړاو ته ننوتلې او دوامدارې ننګونې رامنځته شوې دي. جي شل له نړیوالو ننګونو سره د مقابلې او د نړیوالې اقتصادي ادارې د اصلاحولو او بشپړولو مهم ډګر بلل کېږي او د یاد ځواکمن نړیوال سازمان رول ډېر د پاملرنې وړ دی.

د جي شلو سږنۍ سرمشریزه غونډه د ګډې او قوي سمسورتیا تر عنوان لاندې ترسره کېږي. په ګرده نړۍ کې د روغتیا بنسټيز تاسیسات، ډیجيټلي اصلاحات او دوامدارې انرژۍ د دې غونډې درې امتیازي موضوعات وټاکل شول. ګډونوال به د کرونا وبا ضد د مبارزې تدبیرونو او د روغتیا د نړیوالو تاسیساتو د اصلاحاتو، د ډيجيتلي ټکنالوژۍ او اقتصاد په ساحو کې به پر مهمو محتویاتو، د ځیرکې او پاکې انرژۍ د تخنیکونو پياوړتیا په شمول پر یو لړ مسئلو بحثونه وکړي.

اوس د نړیوال اقتصاد پر وړاندې ډېرې ستونزې شته دي، بېلابېل هېوادونه د انفلاسیون له لوړ فشار سره مخ دي. ځينو پرمختللو هېوادونو د خپل انفلاسیون ستونزې د حل لپاره په خپله خوښه د پیسو ګټې زیاتې کړې او له دې امله منفي اغېزه يې په پراخه توګه خپره شوې او په پایله کې نوي اقتصادونه او پرمختیايي هېوادونه هم له سترو فشارونو سره مخ دي.

د پیسو نړیوال صندوق د سږ کال په اکتوبر کې د یو راپور په خپرولو سره وړاندوینه کړې چې په راتلونکي ۲۰۲۳م کال کې به د نړیوال اقتصاد زیاتوالی ۲.۷ سلنې ته راټیټ شي او دغه شمېره د سږ کال په جولای میاشت کې د وړاندوینې په نسبت په سلو کې ۰.۲ برخه راټيټه شوې ده.

د استرالیا د دولتي پوهنتون د ختیځې اسیا د اقتصاد څېړنیزې ادارې مشر پيټر دلیسدار دې ته اشاره وکړه، چې اوس د نړیوالې ټولنې ترمنځ همکارۍ په بې ساري ډول تلوار لري. هیله لرو چې د جي شل مشران په رغنده رویه په غونډه کې بحثونه وکړي او اغېزناکه لایحه وټاکی شي.

د چین د خلکو پوهنتون د چونګ یانګ پولي څېړنیز پوهنځي اجرایوي مشر وان ون وویل، اندونیزیا، هند او برازیل به له سږ کال څخه په نوبتي توګه د جي شلو نوبتي رییسه هېواد دنده پر غاړه واخلي. رییسه هېواد د سږنۍ سرمشریزې غونډې د بحث موضوعاتو په طرحه کې لارښوونکی حق لري، نو په دې توګه به د نړیوال پولي سازمان د اصلاحاتو، د بېوزلۍ له منځه وړلو، د بنسټیزو تاسیساتو د جوړونې او ډیجیټلي ټکنالوژۍ د پرمختګ په شمول هغه موضوعات چې د پرمختیايي هېوادونو لخوا ډېر د پاملرنې وړ دي، امتیازي ځای به  ولري.

چین په نړۍ کې دوهم لوی اقتصاد او تر ټولو لوی پرمختیايي هېواد دی او له نړیوالو ننګونو سره د جي شل د مقابلې او د نړیوالې اقتصادي ادارې د بشپړولو په برخو کې يې لارښوونکی رول لوبولی او لوبوي يې. نو په سږنۍ سرمشریزه غونډه کې د چین پیغامونه او وړاندیزونه ډېر د پام وړ دي.

همدارنګه پيټر دلیسدار وویل، چین تل پر څواړخيزم ټينګار کړی او له نورو هېوادونو سره د نړیوال سوداګریز نظام له اصلاحاتو څخه يې کلک ملاتړ کړی، چین له نړیوالو ننګونو سره  د جي شلو هېوادونو د ګډې مقابلې لپاره ستر اهمیت لري.