د ترکيې په استانبول ښار کې د تاکسيم ډګر تر څنګ د خپلواکۍ په واټ کې د نومبر د ۱۳مې نېټې په مازديګر يوه چاودنه شوې، چې له امله يې لږ تر لږه ۶تنه مړه او ۸۱تنه نور ټپيان شوي دي.
د ترکيې حکومت له چاودنې وروسته د پېښې ځای ته زيات شمېر پوليس او ژغورونکي ليږلي او ټپيان يې روغتون ته ليږدولي دي.
د ترکيې ولسشمر رجب طيب اردوغان خبري رسنيو ته ويلي، چې د حکومت اړوندې ادارې د دې پېښې پر پلټنې بوختې دي او ابتدائي پلټنې ښيي، چې دا يو ترهګريز بريد و.