شي جين پينګ د امريکا له ولسمشر جو بايډن سره وکتل
CMG2022/11/14 22:43:48
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر د ۱۴مې نېټې په ماسپښين د اندونيزيا په بالي ټاپو کې د امريکا له ولسمشر جو بايډن سره وکتل. دواړو مشرانو د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو پر ستراتيژيکو مسئلو او مهمو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو د نظريو تبادلې وکړې.

شي جين پينګ په دې کتنه کې دې ته په اشارې ويلي، چې د چين او امريکا د اوسنيو اړيکو وضعيت د دواړو هېوادونو او د دواړو هېوادونو د خلکو له اصلي ګټو او هم د نړيوالې ټولنې له هيلې سره سمون نه لري. دواړه خواوې بايد په مسئولانه توګه په نوې زمانه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ د مناسبې لارې په اړه بحث وکړي او د دواړو هېوادونو د اړيکو د پرمختګ مناسب لور دې پيدا کړي، د سالم او ثابت پرمختګ مدار ته د دواړو هېوادونو د اړيکو د ستنېدو لپاره دې ګډې هڅې وکړي او دواړو هېوادونو او نړۍ ته دې ګټې ورسوي.

شي جين پينګ په سيستماتيک توګه جو بايډن ته د تايوان مسئلې تاريخ او د دې مسئلې په اړه د چين اصلي دريځ ورپېندلی او پر دې يې ټينګار کړی، چې د تايوان مسئله د چين د اصلي ګټو مرکز، د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د سياسي بنسټ بسنټ او د چين او امريکا په اړيکو کې سره کرښه ده.

شي جين پينګ ويلي، چې چين او امريکا د تاريخ، کلتور، ټولنيز نظام او د پرمختګ د لارې په برخو کې توپيرونه لري او دغه توپيرونه نه يوازې په پخوانۍ او اوسنۍ موده کې شتون لري، بلکې په راتلونکې کې پاتې وي، خو دغه تپيرونه بايد د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ خنډونه و نه ګرځي. دواړه خواوې بايد د متقابل درناوي، ګډو ګټو او عمومي وضعيت پر اساس د خپلمنځي همکاريو لپاره ښه فضا او ثابتې اړيکې برابرې کړي.

دواړو مشرانو دغه کنته ژوره، صميمي او رغنده بللې او له خپلو ډلو څخه يې غوښتنه کړې، چې د دواړو خواوو د مهمو ګډو نظريو د تطبيق او پلي کولو لپاره رښتيني ګامونه پورته کړي.