چن جو د پاريس د سولې په پنځم فورم او اړوندو فعاليتونو کې ګډون وکړ
CMG2022/11/14 15:40:47
شريکول:

د چین د ملي ولسي کانګرېس د دايمي کميټې مرستيال چن جو د نومبر په ۱۱مه نېټه د فرانسې په بلنه د پاريس د سولې پنځم فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون کړی او د فورم د لوړې کچې خبرو اترو کې يې برخه اخيستې او مهمه وينا يې کړې ده.

نوموړي په خپلې وينا کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د انسانانو د روغتیا ګډې ټولنې د جوړولو وړانديز ته اشاره کړې او ويلي يې دي، چې په ياد وړانديز کې د نړۍ د عامې روغتيا د بحرانونو د مخنيوي او وقايې لارې چارې  په ګوته شوې دي.

چن جو ويلي، چې د نړۍ  بېلا بېل هېوادونه بايد حقايقو ته په کتو د وبا د مخنيوي او کنټرول چارې تر سره کړي.

نوموړي زياته کړې، چې چين د واقعي څو اړخيزم د عملي کولو او د نړيوالې عامې روغتيا په برخه کې د ادارې چارو د ښه والي لپاره د ملګرو ملتونو او د روغتيا نړيوال سازمان د لارښوونکي رول ملاتړ کوي.