د سلوانيا د ولسمشرۍ انتخاباتو دويم پړاو د نومبر د ۱۳مې نيټې په ماښام پای ته ورسيد.
خپلواکې نوماندې نتاشا پیرک موسار د سلوانيا په دویم پړاو ټاکنو کې ۵۴ سلنه رايې ترلاسه کړي او خپل سیال ته يې ماتې ورکړې ده.
نوموړې به د سلوانيا په تاريخ لومړۍ ښځينه ولسمشره وي.
د مالوماتو له مخې، موسار به د راتلونکي ډسبمر په ۲۳ مه نيټه د اوسني ولسمشر بروت پاهور ځای ونيسي او خپله پنځه کلنه دوره به پیل کړي.