د اسرائيل ولسمشر پخواني لومړي وزیر نيتانياهو ته د کابېنې جوړولو صلاحيت ورکړ
CMG2022/11/14 11:24:25
شريکول:

د اسرائيل ولسمشر هيرزوګ د نومبر په ۱۳ مه نېټه د دغه هېواد پخواني صدراعظم او د ليکود ګوند مشر بنيامين نيتانياهو ته د نوي حکومت د جوړولو صلاحيت ورکړی دی.
هيرزوګ په همدې ورځ د اسرائيل په ولسمشرۍ ماڼۍ کې نيتانياهو ته د کابېنې د جوړولو په پار د صلاحيت ورکولو په مراسمو کې وينا کړې او د نيتانياهو لومړۍ دنده يې د يوه ائتلافي حکومت مشري او د ثابتو او سالمو فعاليتونو او چارو ترسره کول بللي دي.
 نيتانياهو په خپلو خبرو کې ويلي، چې هغه به يو داسې ثابت او مسئوليت منونکی حکومت جوړ کړي، چې ټولو خواوو ته د منلو وړ وي او هڅې به وکړي، چې له عربي هېوادونو سره د اسرائيل اړيکې ښې کړي.