د شلو صنعتي هيوادونو(G20) د ۱۷مې سرمشريزې لومړی پړاو د نومبر په پنځلسمه نېټه سهار د ايندونيزيا په بالي کې تر سره شوه.
د چين دولت رئیس شي جين پينګ يادې سرمشريزې ته وينا کړې او ويلي يې دي، چې د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس د ګوند او هېواد د پرمختګ د راتلونکو پنځو کلونو موخې، دندې او مهمې تګلارې پلان کړې دي.
نوموړي ويلي، چې هېواد یې پر سوله ييز پرمختګ او د اصلاحاتو او ورخلاصون پر پياوړتيا ټينګار لري او په چيني شکله عصري لارې به د ملت د ودې او بیاسمسورتيا لپاره کار وکړي.
شي جن پينګ زياته کړې، چې چين د عصري کېدو په لور پر له پسې ګامونه اخلي او نړۍ ته به زيات فرصتونه برابر کړي.