شي جين پينګ له خپل امريکايي سيال سره کتنه کې کومې مهمې مسئلې روښانه کړي؟
CMG2022/11/15 17:39:47
شريکول:


د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۱۴مه نېټه د اندونيزيا بالي ټاپو ته لاړ. دا د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس له پای ته رسيدو وروسته بهر ته د نوموړي لومړی سفر دی. د امريکا له ولسمشر جو بايډن سره کتنه د ده په دغه سفر کې لومړی مهم فعاليت بلل کيږي.

شي جين پينګ له خپل امريکايي سيال جو بايډن سره د کتنې په پيل کې ويلي: «زه غواړم د پخوا په شان په صادقانه توګه له ښاغلي ولسمشر سره د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د ستراتيژيکو مسئلو او مهمو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه د نظريو تبادلې وکړم.» جو بايډان نوموړي ته په ځواب ويلي، چې (( زه د پخوا په شان خپلمنځي دواملرونکو، پرانيستنو او صادقانه خبرو اترو ته تمه لرم. ))

شي جين پينګ ويلي، چې د چين او امريکا د اوسنيو اړيکو وضعيت د دواړو هېوادونو او د دواړو هېوادونو د خلکو له اصلي ګټو او هم د نړيوالې ټولنې له هيلې سره سمون نه لري. شي جين پينګ د دغې مسئلې د حل لوری روښانه کړی، چې د سالم او ثابت پرمختګ مدار ته د دوه اړخيزو اړيکو د ستنېدو لپاره دې هڅې وکړي.

شي جين پينګ زياته کړې، چې چين او امريکا بايد د نوې زمانې په خپلمنځي تګ راتګ کې د متقابل درناوي، په سوله کې د ګډ ژوند او د همکارۍ په شمول پر درېيو اصولو ټينګار وکړي.

شي جين پينګ ويلي، چې د چين او امريکا اړيکې داسې د زيرو-سم لوبه (zero-sum game) نه ده، چې يوه خوا بريالۍ او بله خوا ناکامه شي، يوه خوا سمسورتيا تر لاسه کړي او بله خوا په انحطاط کې ولوېږي. شي جين پينګ د يوې خوا برياليتوب د بېلې خوا فرصت بللی، نه ننګونه.

شي جين پينګ په دغه کتنه کې پر دې ټينګار کړی، چې د تايوان مسئله د چين د اصلي ګټو مرکز، د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د سياسي بنسټ بسنټ او د چين او امريکا په اړيکو کې سره کرښه ده. شي جين پينګ زياته کړې، چې د نړيوالو اړيکو د بنسټيزو اصولو او د چين او امريکا د ۳ ګډو اعلاميو مراعات د دواړو خواوو ترمنځ د توپيرونو د کنټرول او د شخړو او مقابلو د مخنيوي کلي او د دواړو هېوادونو د اړيکو د خونديتوب شبکه ده.

دواړو مشرانو په کتنه کې د اوکراين بحران په شمول د مهمو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه د نظريو تبادلې کړې. شي جين پينګ جو بايډن ته ويلي، چې چين به د سولې او خبرو اترو لپاره هڅو ته دوام ورکړي او هيله لري، چې امريکا، ناټو او اروپايي ټولنه له روسيې سره هراړخيزې خبرې اترې پيل کړي.