شي جين پينګ: چين او اروپايي ټولنه دې نړۍ ته ثبات او خوځنده ځواک ورکړي
CMG2022/11/15 11:51:53
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۱۵مه نېټه د اندونيزيا په بالي ټاپو کې د فرانسې له ولسمشر ايمانويل مکرون سره ليدلي دي.

نوموړي ويلي، چې چين، فرانسه او اروپا دې د څو قطبيزې نړۍ د مهمو قوتونو په توګه د خپلواکۍ، خلاصون او همکارۍ روحيه وساتي او د خپلمنځي اړیکو پرمختګ ته دې وده ورکړي.  

شي جين پينګ په خبرو کې په اشارې ويلي، چې د تېر څو کلونو په پرمختګ اوس د چين او اروپا اقتصادي اړيکې يو بر بل قوي اتکا لري او زياته کړې يې ده، چې دواړه خواوې دې دوه اړخيزې سوداګرۍ او پانګونې پراخې کړي، نړيوال صنعتي ځنځير او عرضې نړيوال ځنځير دې ثابت تضمين کړي او نړيوال اقتصادي او سوداګريز اصول او نظم دې وساتي. فرانسه او اروپايي ټولنه دې هڅه وکړي، چې د چين په اړه خپلو خپلواکو او فعالو تګلارو ته دوام ورکړي.

(ژباړه: شکريه)