شي جين پينګ: پرمختللي هېوادونه بايد له پرمختيايي هېوادونو سره مرستې وکړي
CMG2022/11/15 15:35:39
شريکول:

د شلو صنعتي هيوادونو(G20) د اوولسمې سرمشريزې لومړی پړاو د نومبر په پنځلسمه نېټه د اندونیزيا په بالي کې تر سره شو. 

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د شلو هيوادونو سرمشريزې ته په وينا کې ويلي، چې جي شل باید په اوسنيو‌ حالاتو کې نړيوال پرمختګ داسې پياوړی کړي، چې بېلابېل هېوادونه ترې ګټه واخلي.

نوموړي عصري کېدل د ټولو هېوادونو سالم حق بللی او ويلي يې دي، چې پرمختللي هېوادونه بايد مخ پر ودې هېوادونو سره مرستې وکړي‌ او نړیوال عامه توليدات دې ورته برابر کړي.

 شي جين پينګ زیاته کړې، چې هغه په ۲۰۲۱م کال کې د نړیوال پرمختګ وړانديز کړی او موخه يې دا ترې ښودلې، چې دغه وړانديز به يې د بېلابېلو هېوادونو ګډ پرمختګ په خوځښت راولي.

چين د نړیوال پرمختګ او د پرمختيايي هېوادونو د همکاريو صندوق جوړ کړی او په راتلونکي کې به د چين ـ ملګرو ملتونو د سولې او پرمختګ په صندوق کې ډېرې پانګې واچوي، د کاري همکاریو لېست به جوړ کړي، د پروګرامونو پرانيستې پلان به جوړ کړي، د ياد وړانديز د تطبيق پلان به جوړ او له څه باندې سلو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو سره به ياد وړانديز شريک او چارې به یې پياوړې کړي او د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د دوامدار پرمختګ د اجنډا لپاره به نوې متحرکه قوه برابره کړي. 

چين د يادې سرمشريزې د کاري همکاريزو پروګرامونو پلان ته ۱۵ پروګرامونه وړاندې کړي، په ۵ نورو پروګرامونو کې يې ګډون کړی او له غړو سره به يې په جدي توګه پلي کړي.