شي جين پينګ د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون سره وکتل
CMG2022/11/15 11:40:08
شريکول:

د چین د دولت رئيس شي جين پینګ د نومبر د ۱۵مې نېټې په سهار د اندونیزیا په بالي ټاپو کې د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون سره کتلي او په يو لړ مسئلو ورسره غږیدلی دی. 

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې ويلي، چې چین او فرانسه او چین او اروپا دې د خپلواکۍ او همکارۍ پر روحیې ټینګار ولري او پر موازي لارې دې د دوه اړخیزو اړیکو ټينګښت وهڅوي او نړۍ ته دې ثابت او فعال ځواک برابر کړي. 

نوموړي پر دې ټينګار کړی، چین او فرانسه باید یو د بل مرکزي ګټو او د پاملرنې وړ مسئلو ته درناوی ولري، خپلمنځي اغېزناکې همکارۍ باید ژورې کړي او د زرغونې انرژۍ او ټکنالوژۍ نوښت په برخو کې باید د خپلمنځي همکارۍ پټ ځواک ولټوي.

هغه تمه ښودلې، چې فرانسه به په کور دننه د چیني تصدیو د پرمختګ لپاره برابره او عادلانه سوداګریزه زمینه برابره کړي. 

ايمانويل مکرون ويلي، چې فرانسه په ډیموکراتیکو تګلارو کې پر خپلواکو حقونو ټینګار لري او له ډله ییزو مقابلو سره مخالفت کوي.

نوموړي هيله ښودلې، چې له چین سره د ګډو ګټو پر بنسټ د اقتصاد او سوداګرۍ، ملکي هوايي چلند او اټومي انرژۍ په برخو کې همکارۍ نورې هم پراخې او پیاوړې کړي او له فرانسې سره د همکاريو په اړه یې د چیني تصدیو هرکلی کړی دی.

مکرون زياته کړې، چې هېواد به یې د څواړخیزې تبادلې په برخې کې له چین سره همغږي او همکارۍ پیاوړې کړي او د اروپا او چین ډیالوګ به وهڅوي.

(هیله)