شي جين پينګ د هالند له لومړي وزير مارک روټي سره وکتل
CMG2022/11/15 18:15:39
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۱۵مه نېټه ماسپښين د اندونيزيا په بالي ټاپو کې د هالند له لومړي وزير مارک روټي سره وکتل.

شي جين پينګ په دې کتنه کې وويل، چې روان کال د سفيرانو په کچه د چين او هالند ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له پنځوسمې کليزې سره برابر دی. ورخلاصون او رښتيني همکاري د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړيکو کې تر ټولو ارزښت ناکې تجربې دي او دواړه خواوې بايد په پر له پسې توګه له يادو دوو ټکو څخه کار واخلي، د دواړو خواوو ترمنځ لوړ پوړي تګ راتګ بايد پياوړی کړي، خپلمنځي سياسي اعتماد بايد لا ټينګ کړي او د کرهڼې، اوبو لګولو او انرژۍ په برخو کې بايد همکارۍ زياتې کړي.