ایران د عراق په شمال کې د کردانو پر اډو بمباري کړې
CMG2022/11/15 11:37:49
شريکول:

د عراق په شمال کې د کردانو امنیتي سرچینو ويلي، چې د ایران هوايي ځواک د نومبر په ۱۴مه نېټه د کردانو پر څو مرکزونو بمباري کړې، چې له امله یې ۱ تن وژل شوی او لږ تر لږه ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ایران خبري رسنیو په همدې ورځ خبر ورکړی، چې د دغه هېواد اسلامي انقلاب ګارډ ځواکونو د عراق په شمال کې پر ترهګریزې ډلې بریدونه کړي دي.

د کردانو امنيتي سرچېنې وايي، چې ایراني ځواکونو د نومبر د ۱۴مې نېټې په سهار د عراق د کردانو د کورواکې سيمې په مرکز اربېل او سليمانيه ښار بريدونه کړي او ځينې ودانۍ يې ويجاړې او تخريب کړې دي.

د عراق د کردانو مشر مسعود برزاني په همدې ورځ د ایران دغه بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي.

 (هیله)