ګوټرېش پر جي شل غږ کړی، چې د ننګونو پر وړاندې ګډه مقابله وکړي
CMG2022/11/15 10:15:52
شريکول:

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش د نومبر په ۱۴مه نېټه ویلي، اوسمهال ګرده نړۍ له ډېرو ستونزو سره مخ ده او تمه يې ښودلې، چې د نړۍ شل صنعتي هيوادونه(G20) د اوسنيو نړيوالو ننګونو پر وړاندې پرېکنده ګډه مبارزه وکړي.

ګوټرېش په همدې ورځ د اندونیزیا په بلي ټاپو کې یوې خبري ناستې ته اقلیمي بدلون د انسانانو پر وړاندې یوه لویه ستونزه بللې او پر پرمختللو هېوادونو يې غږ کړی، چې له پرمختیايي هېوادونو سره د ټکنالوژۍ او پانګو مرستې وکړي او په نږدې وخت کې دې د اقلیمي یووالي تړون لاسليک کړي. 

نوموړي د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د دوامدار پرمختګ د اجنډا تطبیق د انسانانو پر وړاندې يوه بله ننګونه بللې او زياته کړې يې ده، چې په ګردې نړۍ کې د غلودانو او انرژۍ بیې مخ په لوړېدو او پرمختیايي هېوادونه له زیاتو ستونزو سره مخ دي.

ګوټرېش هيله ښودلې، چې پرمختللي هيوادونه د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د دوامدار پرمختګ د پلي کېدو په بهیر کې د پرمختیايي هېوادونو د وروسته پاتې کېدو د مخنیوي لپاره زیات اغېزمن تدبیرونه ونیسي.

 (هیله)