۲۷ COP د پرمختيايي هېوادونو تر منځ د اقليمي بدلون پر وړاندې د مبارزې لوړ پوړی فورم تر سره کړی
CMG2022/11/15 11:48:36
شريکول:

د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون د چوکاټي تړون د ګډونوالو ۲۷م کنفرانس(COP27) چيني برخې د نومبر په ۱۴مه نېټه د پرمختيايي هېوادونو تر منځ د اقليمي بدلون د مقاومت لوړې کچې فورم تر سره کړی دی.

د دې فورم په پرانيستونکو مراسمو کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ځانګړي استازي او د اقليمي بدلون په چارو کې د چين خاص استازي شيې جن هوا او د اقليمي بدلون په چارو کې د چين د خبرو اترو د پلاوي مشر او د چاپېريال ساتنې مرستيال وزير جاو ينګ مين هم ګډون کړی و.

شيې جن هوا يادو مراسمو ته په وينا کې پرمختيايي هېوادونه د اقليمي بدلون تر ټولو ستر قربانيان بللي او ويلي یې دي، چې مخ پر ودې هېوادونه له اقليمي بدلون سره د مبارزې کمزوری قوت او ناکافي ملاتړ لري.

نوموړي ويلي، چې پرمختيايي هیوادونه ځانګړي تخنیکي او مالي ملاتړ ته اړتیا لري.

شيې جن هوا زياته کړې، چې چين به د يو پرمختيايي هېواد په توګه د اقليمي بدلون د مخنيوي په بهير کې له نورو پرمختيايي هېوادونو سره يو ځای د پاريس تړون پلی کړي او پر پرمختللو هېوادونو يې غږ کړی، چې د اقليمي بدلون د مقاومت په اړه خپلې کړې ژمنې عملي کړي او له اقليمي بدلون سره د تطابق توان د پياوړتيا په برخه کې دې له پرمختيايي هېوادونو سره همکارۍ وکړي.

(ژباړه: شکريه)