چين د دې هرکلی کوي، چې ملګري ملتونه د پوليسو ارګانونو ترمنځ د منځګړيتوب خاص ګروپ جوړوي
CMG2022/11/15 11:50:44
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستيال ګنګ شوانګ د نومبر په څوارلسمه نېټه د امنيت شورا او د سوله ساتو پوليسو په ډيالوګ کې د ملګرو ملتونو له هغې پرېکړې هرکلی او ملاتړ کړی، چې له مخې يې د پوليسو مسئلې په برخه کې د اړوندو ارګانونو ترمنځ د منځګړيتوب خاص ګروپ جوړوي.

نوموړي هيله ښودلې، چې دغه خاص ګروپ به د مختلفو ارګانونو له ښيګڼو څخه پوره ګټه پورته کړي او سوله ساتي عملیات په بشپړه توګه پلي او د اړوندو هیوادونو مناسبو غوښتنو ته په وخت ځواب ورکړي.

ګنګ شوانګ ويلي، د سوله ساتو پوليسو د وړتياوو لوړول نه يوازې د سرمنشي لخوا وړاندې شوې "د سولې په موخه عمليات + " يوه مهمه برخه ده، بلکې د سکرتريت، اړوندو هېوادونو، د پوليسو او پانګه برابرونکو هېوادونو يوه ګډه موضوع هم ده.

نوموړي زياته کړې، چې بېلا بېل هېوادونه دې د پولیسو د نړيوالو چارو ستراتیژۍ د لارښود چوکاټ او د سوله ساتو پولیسو روزنيز سیسټم پلی او له ارتباطي چینلونو څخه دې استفاده وکړي.

ګنګ شوانګ ويلي، چې بېلا بېل هېوادونه دې د روزنې د مختلفو کړيو په منځ کې ښه همغږي وساتي، تر څو هر سوله ساتی پولیس د کار بشپړ مهارتونه تر لاسه کړي.

(ژباړه: شکريه)