د جي شل د صنایعو او سوداګرۍ په سرمشریزې کې د نړیوال اقتصاد د بيا سمسورتيا غوښتنه وشوه
CMG2022/11/15 13:16:27
شريکول:

د شلو لویو صنعتي هيوادونو يا جي شل د صنایعو او سوداګرۍ دوه ورځنۍ غونډه د نومبر په ۱۴مه نېټه د اندونیزیا په بلي ټاپو کې پای ته ورسېده.

د غونډې ګډونوالو پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې د یووالي او همکارۍ روحیې پراخې کړي، د نړیوال اقتصاد ګډه او پياوړې احیا دې وهڅوي او د اقتصادي پرمختګ ټولشموله او دوامداره ابادي دې عملي کړي. 

د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو د غونډې د پای په مراسمو کې ویلي، چې د ګردې نړۍ پر وړاندې د کرونا وبا، غلودانو، انرژۍ او پولي چارو په شمول ډېرې مسئلې او ننګونې شتون لري، چې حل ته يې باید نړيواله ټولنه راودانګي.

نوموړي ويلي، هره ننګونه حل لري او پر نړیوالو يې غږ کړی، چې خوشبینه رویه وساتي او په ګډه دې د نړیوال اقتصاد احیا وهڅوي. 

د جي شل د صنایعو او سوداګرۍ غونډې رئیس شینتا کمداني خبري رسنيو ته ويلي، چې د يادې غونډې ګډونوالو په عمده توګه د اقتصادي تګلارو، سوداګریزې پانګونې، ډیجټلي اصلاحاتو او پاکې انرژۍ په شمول د ځینو موضوعاتو په هکله بحثونه کړي دي.

(هیله)