پنګ لي يوان د جي شل (G20) د مشرانو د مېرمنو په فعاليت کې ګډون وکړ
CMG2022/11/15 19:35:26
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ مېرمن پنګ لي يوان د نومبر په ۱۵مه نېټه سهار د اندونيزيا په بالي ټاپو کې د دغه هېواد د ولسمشر د مېرمنې ايريانا له خوا په کوربه توب د جي شل (G20) د ۱۷مې سرمشريزې د برخوالو مشرانو د مېرمنو په فعاليت کې ګډون وکړ.

پينګ لي يوان د اغلې ايريانا په ملګرتيا د اندونيزيا د موسيقي الاتو، ملي جامو، لاسي صنايعو، خامک کارۍ او خوراکي توکو له نندارتونونو څخه ليدنه وکړه او د ځايي عنعنوي لاسي توکو د جوړولو په فعاليت کې يې ګدون وکړ.

پنګ لي يوان د اندونيزيا د هغې مفکورې ستاينه وکړه، چې د لاسي توکو جوړونه يې د ښځو له ګټو، د بېوزلۍ له منځه وړلو او چاپيريال ساتنې سره تړلې او و يې ويل، چې چين او اندونيزيا د سيمې د صنعتي پرمختګ له لارې د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د چاپيريال ساتنې په پار په اړوندو برخو کې خپلمنځي راکړې ورکړې او همکارۍ پياوړې کولی شي.