د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر پیترویکي ګروشک د نومبر په ۱۴مه نېټه خبري رسنيو ته ويلي، چې هېواد به یې له اوکراينه د سرتيرو ایستل د خبرو د مخکني شرط په توګه ونه مني.
نوموړي ويلي، چې ولسمشر ولاديمیر پوتین څو ځلې پر دې ټينګار کړی، چې روسیه د خبرو اترو لپاره چمتو ده، خو خبرې اترې باید له ځايي وضعیت سره سمې پرمخ ولاړې شي.
د اوکراین دولتي خبري اژانس د نومبر په ۱۴مه نېټه خبر ورکړی، چې د دغه هېواد ولسمشر ولاديمير زلینسکي په همدې ورځ د خرسون ایالت مرکز خرسون ښار ته تللی.
اوکرايني ځواکونو د روانې میاشتې تر ۱۲مې نېټې پورې، د خرسون ایالت پر څه باندې ۶۰ استوګنځيو بیا ولکه ټينګه کړې او د ځايي وضعیت د ارامولو لپاره يې تدبیرونه نیولي دي.
(هیله)