د جي شل(G20) د مشرانو ۱۷مه سرمشریزه پیل شوه
CMG2022/11/15 11:55:16
شريکول:

د نړۍ د شلو صنعتي هيوادونو يا جي ۲۰ د مشرانو اوولسمه سرمشريزه د نومبر د ۱۵مې نېټې په سهار د اندونيزيا په بالي ټاپو کې پرانيستل شوه.

د دې سرمشریزې منځپانګه  پر"مشترکه بیا رغونه، پياوړې بیا رغونه" ورټوله ده.

د غونډې ګډونوال به د نړیوالې روغتیا د زېربناوو، ډیجیټل بدلون او دوامدارې انرژۍ په ګډون پر ځينو مهمو مضوعاتو بحثونه وکړي.

(ژباړه: شکريه)