د شلو صنعتي هيوادونو(G20) د اوولسمې سرمشريزې لومړی پړاو د نومبر په پنځلسمه نېټه د اندونیزيا په بالي کې تر سره شو.
د چين دولت رئيس شي جين پينګ يادې سرمشريزې ته وينا کړې او د خوراکي توکو ناخونديتوب او د انرژۍ بې ثباتي يې د نړیوال پرمختګ پر وړاندې لويې ننګونې بللې دي. نوموړي ويلي، چې د عرضې ځنځير له ستونزو سره مخ دی او پر نړيوالو همکاريو يې بد سیوری غوړولی دی.
شي جين پينګ ويلي، بېلابېل هېوادونه بايد د عرضې ځنځير د ساتنې او د ثابتو بیو په پار د ملګرو ملتونو په شمول د څواړخيزو نړیوالو سازمانونو د همغږۍ تر چتر لاندې د بازار څار او کنټرول ټينګ کړي، د لويو توليداتو همکاريزې اړيکې دې جوړې او پرانيستی، ثابت او دوامدار بازار دې جوړ کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې د نړۍ هيڅ هېواد باید د خوراکي توکو او انرژۍ مسئلې د سياسي موخې لپاره ونه کاروي او ځيني هېوادونه باید يواړخیز بنديزونه او پر اړوندو تخنيکي همکاريو لګيدلي محدودیتونه لغوه کړي.