په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمير ۶۳۱۹۳۵۶۸۷ ته رسيدلی
CMG2022/11/15 09:45:14
شريکول:

روغتيا نړيوال سازمان د نومبر په ۱۴مه نېټه يو لړ تازه شميرې خپرې کړي، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۱۴مې نيټې د شپې تر ۸ بجو او ۵۴ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې د شمېر په پرتله ۱۱۶ زره او ۲۷۴ زياتوالی ښيي او عمومي شمېر يې ۶۳‍۱ ميليونه، ۹۳۵ زره او ۶۸۷ ته رسيدلی دی.

د مالوماتو له مخې، په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۵۹۰ کسان مړه شوي او د مړينې عمومي شمير يې ۶ ميليونه، ۵۸۸ زره او ۸۵۰ ته رسيدلی دی.