شي جين پينګ: د نړيوال اقتصاد د بياسمسورتيا همکاریزې اړیکې جوړوو
CMG2022/11/15 15:12:44
شريکول:

 د شلو صنعتي هيوادونو(G20) د اوولسمې سرمشريزې لومړی پړاو د نومبر په پنځلسمه نېټه د اندونیزيا په بالي کې تر سره شوه.

 د چين دولت رئیس شي جين پينګ يادې سرمشريزې ته په وينا کې ويلي، چې اوسمهال د اقتصاد نړيوال کېدل له سختو حالاتو او ننګونو سره مخ دی.

نوموړي ويلي، چې د ټولو هيوادونو اقتصاد ځپل شوی، خو پرمختيايي هېوادونه ډېر سخت زيانمن شوي او په اوسنيو حالاتو کې باید بېلا بېلې خواوې انعطاف منونکي نړيوال پرمختګ ته وده ورکړي.

 شي جين پينګ پر دې ټينګار کړی، چې د نړۍ ټول هيوادونه بايد د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې په موخه همکاريو ته دوام ورکړي او دا يې هم اړينه بللې، چې بېلا بېل هېوادونه باید د نړیوال انفلاسیون مخه ونیسي او سیسټماتیک اقتصادي او مالي خطرونه باید کم کړي.