شي جين پينګ: جي شل(G20) دې د لا ټولشموله نړيوال پرمختګ لپاره هڅې وکړي
CMG2022/11/15 15:16:39
شريکول:

د شلو صنعتي هيوادونو (G20) د ۱۷مې سرمشريزې غونډې لومړی پړاو د نومبر د ۱۵مې نېټې په سهار د اندونيزيا په بالي ټاپو کې تر سره شو.

د چين دولت رئیس شي جين پينګ يادې سرمشريزې ته وينا کړې او ويلي يې دي، چې د انسانانو پرمختګ له لويو ننګونو سره مخ دی، بېلا بېل هېوادونه بايد د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې مفکوره ټينګه کړي او سوله، پرمختګ، همکارۍ او ګډې ګټې دې وپالي.

نوموړي ويلي، د جي شل غړي هېوادونه بايد د لويو هېوادونو مسئوليت پر غاړه واخلي او د بېلا بېلو هېوادونو د انکشاف، د انسانانو د ګټو او د نړيوال پرمختګ لپاره باید هڅې وکړي.

شي جين پينګ زياته کړې، چې د نړۍ ټول هېوادونه دې ټولشموله نړيوال پرمختګ لا پياوړی کړي.

نوموړي ويلي، چې د ايډيولوژۍ له مخې د ډلو ټپلو جوړونه، ډله ييز سياست او د ډلو مقابلې به نړۍ سره وپاشي او ټوټه ټوټه به یې کړي. بېلا بېل هېوادونه بايد يو د بل درناوی وکړي، د ګډو نظريو د لټولو لپاره باید توپيرونه پرېږدي، په سولې کې دې ګډ ژوند او د پرانيستي نړيوال اقتصاد د ابادۍ لپاره دې هڅې وکړي.