د چين د بهرنیو چارو وزير وانګ يي رسنيو ته د چين او امريکا د مشرانو ترمنځ د ملاقاتو په اړه معلومات ورکړل
CMG2022/11/15 14:59:53
شريکول:

د چین د دولت ریيس شي جين پينګ او د امريکا ولسمشر جوبايډن د نومبر په ۱۴ مه نېټه د اندونيزيا په بالي ټاپو کې ملاقات وکړل. له دې ملاقاتو وروسته د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي خبري رسنيو ته اړوند معلومات ورکړي او ويلي يې دي چې دواړو مشرانو د دې ملاقاتو له لارې پر يو لړ موضوعاتو ژورې خبرې کړې، يو بل ته يې خپل نظرونه څرګند کړي، سرې کرښې يې روښانه کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړو په مخنيوي کې يې مرسته کړې، د خپلمنځي اړيکو د راتلونکي پرمختګ لوری یې په ګوته کړی او هم يې د خپلمنځي همکاريو په اړه بحثونه کړي دي.

د وانګ يي په وينا، دغه ملاقات چې د امريکا د وړانديز له مخې ترتیب شوي و، له دريو کلونو راهيسې د دواړو مشرانو ترمنځ لومړۍ مخامخ خبرې دي، دغه راز د امريکا د ولسمشر په توګه د جوبايډن له ټاکل کېدو وروسته د دواړو مشرانو ترمنځ لومړۍ مخامخ خبرې دي او د دواړو هېوادونو د خپلو سږنيو مهمو کورنيو اجنډاوو له بشپړېدو وروسته د دواړو مشرانو ترمنځ لومړی مخامخ تعامل هم دی. دغه ملاقات د دريو ساعتونو لپاره دوام درلود چې وخت يې له ټاکلې مودې زیات هم دی. دواړو مشرانو د ملاقاتو پر مهال د خپلو کورنيو او بهرنيو سياستونو، خپلمنځي اړيکو، د تايوان مسئلې، په بېلابېلو برخو کې د خپلمنځي خبرو او همکاریو او نړیوالو او سيمه ييزو موضوعاتو په اړه د نظريو تبادلې وکړې.

وانګ يي وويل، په داسې حال کې چې د چين او امريکا اړيکې له سختو ستونزو سره مخ شوې دي، دواړو مشرانو په دې ملاقاتو کې د دغو اړيکو د راتلونکي پرمختګ لپاره لوری په ګوته کړی او پلان يې هم ورته جوړ کړی دی.

ریيس شي جين پينګ جوبايډن ته د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرس د عمده لاسته راوړنو او مهم ارزښت په اړه معلومات ورکړي او ويلي يې دي چې د دغه ګوند او د چين د حکومت کورنۍ او بهرنۍ پاليسۍ پرانيستې او شفافې دي او ستراتېژيک هدفونه يې هم روښانه دي، د چين او امريکا ترمنځ اړيکې دې د زيرو سم  (Zero sum)پر سيالۍ ونه ګرځي او د یو ویشتمې پېړۍ نړۍ باید له سړې جګړې څخه خوندي وساتل شي. دواړه هېوادونه دې په سمه توګه يو د بل کورنیو او بهرنيو پاليسيو  ته وګوري او د تقابل پر ځای دې ډيالوګ وکړي.

ولسمشر جوبایډن شي جين پينګ ته د امريکا د منځنۍ مودې د انتخاباتو وضعيت وروپېژانده او ويلي يې دي چې هېواد يې د چين نظام ته درناوی کوي او بدلول يې نه غواړي، دغه راز  د نوې سړې جګړې د راپارولو او له خپلو متحدينو سره د چين د مخنيوي لټه نه کوي او له چين سره شخړه او کلابندي يې نه لټوي. دواړه مشران د نړۍ لپاره د خپلمنځي اړیکو اهميت ته په درنه سترګه ګوري، د اړيکو د پرمختګ لارښوونکي اصول يې ډېر مهم بللي او هيله يې ښودلې چې خپلمنځي اړيکې بېرته عادي حالت ته وګرځي، دغه راز هوکړه يې کړې  چې زیاتې خبرې به وکړي او خپلمنځي واقعي همکارۍ به پرمخ يوسي.

وانګ يي  وويل، چين او امريکا دې نړۍ ته د خپلمنځي  توپيرونو د کنټرول توان وښيي او د خپلمنځي اړیکو د هغه بد وضعيت مخه دې ونيسي، چې د ناسم قضاوت او سختو سياليو له امله د شخړې او تقابل لمن ته روان شي. دغه راز دواړه خواوې دې د دواړو مشرانو د هوکړې او موافقې له مخې تماس وساتي، توپيرونه دې ښه کنټرول کړي او همکارۍ دې وهڅوي، څو د خپلمنځي اړيکو پرمختګ ته مثبت ځواک ورکړي او د متزلزلې نړۍ په ټیکاو کې دې مرسته وکړي.

وانګ يي وويل، چين پر خپلو اصولو ټينګار کوي، خپل حقه حقونه ټينګ ساتي او د بل هر قوت تسلط ته ځان نه تسليموي.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې د تايوان مسئله هم ياده کړې او ويلي يې دي چې هېواد يې د سولې او يووالي او (يو دولت او دوه نظامونه) پر اساسي پاليسيو ټينګار کوي او په ټول صميميت او ټول توان به د هېواد د سولې او يووالي موخې پوره کړي.

جوبايډن وويل، چې هېواد يې د واحد چين پېژندنې پر اصل ټينګار کوي او د تايوان له جلاغوښتونکو څخه ملاتړ نه کوي او تايوان د چين د مخنيوي د الې په توګه نه کاروي.

شي جين پينګ وويل، د چين او امريکا ترمنځ همکارۍ د دواړو هېوادونو لپاره تر ټولو ښه انتخاب بللی او ويلي يې دي چې  د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ نه يوازې دواړو هېوادونو ته، بلکې نړۍ ته هم ګټې رسوي.