په ګردې نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۶۳۲ ميليونه، ۵۳۳ زره او ۴۰۸ ته رسيدلی
CMG2022/11/16 10:42:01
شريکول:

روغتيا نړيوال سازمان د نومبر په ۱۵مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا په وخت د نومبر د ۱۵مې نېټې د ماښام تر شپږو بجو او ۱۹ دقيقو پورې په ګردې نړې کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې د شمېر په پرتله ۱۶۱۷۴۹ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۶۳۲ ميليونه، ۵۳۳ زره او ۴۰۸ ته رسېدلی دی.

 

شمېرې ښيي، چې په همدې مودې کې د يادې وبا له امله ۴۴۸ تنه مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر يې ۶ميليونه، ۵۹۲ زره او ۳۲۰ ته پورته شوی دی.

 

(غاټول)