چين: نړيواله ټولنه دې په منځني ختيځ کې له اټومي او ګڼ وژونکو وسلو د پاکې او خوندي سیمې د جوړولو لپاره لارې چارې ومومي
CMG2022/11/16 10:39:46
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستيال کنګ شوانګ د اکتوبر په ۱۵مې نېټې له نړيوالې ټولنې غوښتي،  چې په منځني ختيځ کې د داسې سيمې د جوړولو لارې چارې پيدا کړي، چې له اټومي وسلو پاکه او هیڅ ډول ګڼ وژونکې وسلې پکې شتون ونه لري.

نوموړي په همدې ورځ په منځني ختيځ کې د يادې سيمې د جوړولو په درېيمې غونډې کې څرګنده کړې، چې په منځني ختيځ کې تاريخي او اوسني تضادونه يو له بل سره تړلي دي او واقعيتونه ښيي، چې پوځي مقاومت سمه لار نه ده، بلکې ډيالوګ او همکارۍ د سيمه ييز امنيت د ساتلو لپاره مناسبه او واقعي لار ده.

نوموړي هيله ښودلې، چې بېلا بېل هېوادونه د ګډو امنيتي افکارو په لرلو خپلمنځي ډيالوګ او تبادلې پياوړې او ترينګلتياوې کمې کړي، خپلمنځي توپيرونه او تضادونه کنټرول، دښمني له منځه يوسي او متقابل باور لا ټينګ کړي او په ډيپلوماتيکو لارو چارو د يو بل د امنيتي اندېښنو د اخري حل لپاره زمينه برابره کړي.

کنګ شوانګ زياته کړې، چې د نړۍ بېلا بېل هېوادونه دې د یادې خوندي سيمې د جوړونې په موخه د لارو چارو د پيدا کولو په پار د خپلمنځي خبرو اترو رسمي او غير رسمي ډګرونه جوړ کړي او په خليج کې يې د ډيالوګ څو اړخيز ډګر د جوړولو وړانديز کړی او ويلي يې دي چې چين به په دې برخه کې خدمتونه وکړي.

 

(غاټول)