د اسرائيل نوي پارلمان لوړه وکړه
CMG2022/11/16 11:14:39
شريکول:

د اسرائيل د نوي پارلمان غړيو د نومبرپه ۱۵مه نېټه لوړه کړې ده.

د اسرائيل ولسمشر هيرزوګ د نومبر په ۱۵مه نېټه د دې هېواد نوي پارلمان ته په وينا کې ويلي، چې ټول پارلماني غړي بايد خپل مسؤليتونه پر غاړه واخلي او په هېواد کې د اوږده روان سياسي کړکېچ د ختمولو لپاره دې متحد شي.

د اسرائيل د ۲۵مې دورې پارلماني ټاکنې د نومبر په ۱مه نېټه تر سره شوې، چې د رايو د شمېرنې د پايلو له مخې د دغه هېواد ليکود ګوند ډېرې څوکۍ خپلې کړې دي.

د اسرائيل د ټاکنو مرکزي کميسون د روانې مياشتې په ۳مه نېټه د پارلماني ټاکنو پایلې اعلان کړي، چې له مخې يې د پخواني لومړي وزير او د ليکود ګوند د مشر بنيامين نیتنياهو په مشرۍ پارلماني ايتلاف له ۱۲۰ څوکيو څخه ۶۴ خپلې کړې دي.

د اسرائيل ولسمشر هيرزوګ د نومبرپه ۱۳مه نیتنياهو ته رسمي اجازه ور کړې، چې د هېواد نوې کابېنه جوړه کړي.