د شلو لويو صنعتي هيوادونو (G20) د مشرانو ۱۷مه سرمشريزه د نومبر د ۱۶مې نېټې په ماسپښين د اندونيزيا په بالي ټاپو کې پای ته ورسېده او هند د راتلونکې جي شل د نوبتي مشر دنده پر غاړه اخيستې ده.
په بالي کې دغه سرمشريزه غونډه د ګډې او پياوړې سمسورتيا په عنوان ترسره شوې او ګډونوالو يې په عمده توګه د نړۍ د روغتيا د بنسټيزو تاسيساتو، د ډيجټلي جوړښت د بدلون او د انرژۍ جوړښت د بدلون په اړه بحثونه کړي دي.