د اندونیزیا په بالي کې د شلو لويو صنعتي هيوادونو (G20) ۱۷مه سرمشريزه غونډه د نومبر په ۱۶مه نېټه هم روانه وه.
د چین دولت رئيس شي جين پينګ هم په يادې سرمشريزې کې ګډون کړی او ګډونوالو يې د ډيجيټلي بدلون پر مسئلې بحثونه کړي دي.
شي جين پينګ يادې سرمشريزې ته په وينا کې ويلي، چې په نړۍ کې د ډيجيټلي اقتصاد پيمانه د پراخېدو او ډيجيټلي بدلون د چټکتيا په حال کې دی او همدا د نړیوال اقتصادي جوړښت د اغېزمنولو مهم عوامل ګرځېدلي دي.
نوموړي هيله ښودلې، چې د نړۍ بېلا بېل هېوادونه د ډيجيټلي همکاريو د پياوړتيا لپاره هلې ځلې وکړي، څو د ټولو هېوادونو وګړي له ډيجيټلي اقتصادي پرمختګ څخه ګټې واخلي.
يادې سرمشریزې د جې شل (G20) د بالي سرمشریزې اعلامیه هم تصویب کړې ده.