د چين مېډيا ګروپ د اندونيزيا ملي راډيو سره د همکارۍ تفاهم ليک لاسليک کړ
cmg2022/11/16 20:41:13
شريکول:

د چین دولت رييس شي جين پينګ د G20 په ۱۷مه سرمشريزه غونډه کې د ګډون لپاره د اندونيزيا بالي ته د سفر پر مهال، د چين د مېډیا ګروپ مشر شن های شیونګ د اندونيزيا د ملي راډيو مشر اي هيندراسمو سره د خپلمنځي همکارۍ تفاهم ليک لاسليک کړ. دغه همکاریز سند د دواړو هېوادونو د مشرانو تر ستراتيژيکې لارښوونې لاندې د دواړو هېوادونو د رسنيو په ډګر کې د همکاريو له وروستيو لاسته راوړنو څخه يوه ده. 

په دې وروستيو کلونو کې د چین ميډیا ګروپ او د اندونيزيا د لویو رسنيو تر منځ عملي همکاري په پرله پسې توګه پراخه شوې ده.  د چين او اندونيزيا د خلکو ترمنځ د تګ راتګ د لا ژورتيا لپاره، دواړو خواوو موافقه وکړه چې د متقابلو ګټو او دوستانه سلا مشورو پر بنسټ د همکارۍ عادي ميکانيزم جوړ کړي او په دې برخه کې پراخه همکاري وکړي.