د امريکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نومبر په ۱۵مه نېټه د امريکا د ۲۰۲۴ کال په ولسمشريزو ټاکنو کې د ګډون اعلان کړی دی.
د امريکا څو خبري رسنيو څه موده وړاندې خبر ورکړی و، چې ټرمپ د امريکا د ټاکنو اړوندې ادارې ته د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ګډون سند وړاندې کړی دی.
نوموړي د روانې مياشتې په ۱۵مه نېټه خپلو پلويانو ته د وينا کولو په ترڅ کې ياد اعلان کړی دی.
اټکل کيږي، چې ډونالډ ټرمپ به د جمهوري غوښتونکي ګوند په دننه کې د فلوريدا ايالت له مشر ديسانتيس سره سيالي وکړي.