د چین او امریکا د اړیکو ټینګښت واقعي کړنو ته اړتیا لري
CMG2022/11/16 16:07:38
شريکول:

د چین د دولت رییس شي جین پينګ د نومبر په ۱۴مې نېټې د اندونيزيا په بالي ټاپو کې د امریکا له ولسمشر جوبايډن سره مخامخ ملاقات کړی او په يو لړ مسئلو ورسره غږیدلی دی.

د دواړو مشرانو دغه ملاقات څه باندې درې ساعته دوام درلود او د چین او امریکا پر اړیکو د ستراتيژیکو موضوعاتو او مهمو نړیوالو او سیمه ییزو موضوعاتو په اړه يې د نظریو ژورې تبادلې کړي او يو لړ موافقو ته رسيدلي دي او د دواړو هېوادونو د اړیکو د ټینګښت لپاره يې لوری روښانه کړی دی.

دا له درېیو کلونو راهیسې د چین او امریکا د مشرانو لومړی مخامخ ملاقات و او د ګردې نړۍ توجه يې راجلب کړې ده.

د برېټانیا فایننشل ټایمز ورځپاڼې ويلي، چې شي جين پينګ او جوبایډن د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه والي تمه ښودلې ده.

د چین او امریکا اوسنۍ اړیکې په بې ساري ترینګلي حالت کې دي او اصلي لامل يې د چين په اړه د امريکا سوتفاهم او ناسم پوهاوی بلل کيږي. امریکا چین ته د تر ټولو لوی ستراتيژیک سیال په سترګه ګوري او د سوداګرۍ او ټکنالوژۍ په برخو کې يې ورسره تقابل او پر وړاندې يې خنډونه جوړ کړي او په يو اړخيز ډول يې اقتصادي اړيکې ورسره پرې کړې دي. دغه راز امريکا له خپلو ملګرو سره د چين پر ضد ډلې ټپلې هم جوړې کړي او همدغو ناسمو کړنو يې د چین او امریکې اړیکې نورې هم تاوجنې کړې دي.

د چين دولت رییس شي جين پينګ له امريکايي سیال سره په ياد ملاقات کې پر دې ټينګار کړی، چې چین او امریکا باید د تاریخ، نړۍ او خلکو پر وړاندې مسئولانه رویې غوره کړي، په نوې زمانې کې د دواړو هېوادونو د ګډ ژوند سمه لاره دې ولټوي او د سالم او ثابت پرمختګ موازې کرښو ته د دواړو هېوادونو د اړیکو ګرځولو لپاره دې اغېزناک تدبیرونه ونیسي.

رییس شي جين پينګ څو ځلې دا خبره کړې، چې چين او امريکا باید د متقابل درناوي، په سولې کې د ګډ ژوند او د ګډو ګټو پر بنسټ د همکاريو پر اصولو ټينګار وکړي. نوموړي له جوبایډن سره په دغې لېدنې کې هم نور مشخص محتویات وړاندې کړي، چې له مخې يې چين او امريکا په پراخې نړۍ کې ګډ پرمختګ او سمسورتیا تر سره کولی شي او د یو بل کورنۍ او بهرنۍ تګلارې او ستراتيژۍ سمې پېژندلی او خپلمنځي اړیکې په موازي کرښو کې ساتلی شي.

 د شي جین پينګ دغو خبرو د چین او امریکا د اړیکو پر وړاندې د اوسنیو ستونزو او خنډونو د لرې کولو لپاره ليدلوری روښانه کړی دی.

نوموړي يو ځل بیا پر دې ټينګار کړی، چې د تایوان مسئله د چین د مرکزي ګټو کليدي موضوع، د چین او امریکا د اړیکو بنسټ او په دغو اړیکو کې نه تېرېدونکې سره کرښه ده.

ښاغلي بایډن په خپلو خبرو کې د امریکا دریځ بیا تکرار کړی او ويلي يې دي، چې امریکا د دوه چین او یا له یو چین او یو تایوان څخه ملاتړ نه کوي او نه هم له چین سره د اقتصادي اړیکو د پرېکون هڅې کوي او د اقتصادي پرمختګ مخه به يې ونه نيسي.

چیني متل دی، وايي، تر خبرو عمل مهم دی، نو امريکا باید خپلې ژمنې په عمل کې ثابتې کړي.

اوسنۍ نړۍ د بې ثباتۍ له ډېرو عواملو سره مخ ده. چین او امریکا د نړۍ لومړی او دویم لوی اقتصادونه دي او د خپلمنځي همکاريو پراختیا او پیاوړتیا يې نه يوازې د دواړو هېوادونو لپاره بلکې د ګردې نړۍ لپاره هم ګټوره ده.

د چين او امريکې مشرانو په دغه ملاقات کې ځینې موافقې کړي، چې له مخې به یې د چین او امریکا ډیپلوماتیک او پولي پلاوي خپلمنځي همغږي، ډیالوګ او خبرې روانې وساتي او د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون تړون د لاسليک کوونکو د ۲۷مې غونډې بریالیتوب به وهڅوي.

د برازیل د چیني چارو څېړنیز مرکز مشر روني لینس ويلي، چې د چین او امریکا د مشرانو په دغه ملاقات کې د دواړو خواوو ترمنځ د همغږۍ د پياوړتیا او د دوه اړخیزو او نړیوالو مسئلو د حل هڅې ښکاري او نړۍ ته يې د نړیوالې سولې او ثبات د ساتلو باور ورکړی دی.