شي جين پينګ د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونيو ګوتريش سره وکتل
CMG2022/11/16 20:49:01
شريکول:

د چين د دولت رييس شي جين پينګ د نومبر په ۱۶مه نېټه ماسپښين مهال د اندونيزيا په بالي ټاپو کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونيو ګوتريش سره وکتل.

شي جين پينګ په دغه کتنه کې وويل، چې په نړيوالو حالاتو کې لوی بدلونونه رامنځته شوي او موږ بايد د انسانانو د راتلونکي برخليک په پار د ننګونو پر وړاندې لاسونه سره يو کړو او د اوسنيو ستونزو د له منځه وړلو لپاره دې ګډې هڅې وکړو. نوموړي زياته کړه، چې ځواکمن هېوادونه بايد په دې بهير کې د لارښوونکي رول ولوبوي او نړۍ ته دې باور او قوت وروبښي.

شي جين پينګ په خپله وينا کې پر دې ټينګار وکړ، چې چين د ملګرو ملتونو په مرکزيت د نړيوال سيستم ټينګ ملاتړی دی. چين هيله لري، چې له ملګرو ملتونو سره همکارۍ پياوړې کړي او د نړيوال پرمختګ وړانديز او د نړيوال امنيت وړانديز د رښتينو لاسته راوړنو لپاره ګډې هڅې وکړي. چين به د چيني ډوله عصري کېدو له لارې د انسانانو ګډ پرمختګ ته وده ورکړي او د خپل ځان د نوي پرمختګ له لارې به د نړۍ لپاره نوي فرصتونه برابر کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتريش په دې مناسبت د چين ستاينه وکړه، چې پر څو اړخيزم يې ټينګار کړی. هغه وويل، چې د چين له خوا وړاندې شوی د نړيوال پرمختګ وړانديز د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د تلپاتې پرمختيا له اجنډا سره سمون لري او چين له پرمختيايي هېوادونو سره د مرستو په برخه کې بې بديله رول لوبولی. نوموړي د يو چين پېژندنې له اصل څخه د ملګرو ملتونو ټينګ ملاتړ څرګند کړ.