سیرګي لاوروف: روسیې له اوکراین سره خبرې نه دي رد کړي
CMG2022/11/16 10:59:27
شريکول:

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سيرګي لاوروف د نومبر په ۱۵مه نېټه په اندونيزيا کې د جي شل (G20)د سرمشریزې په حاشیه کې رسنیو ته ویلي، چې هېواد يې له اوکراین سره له خبرو ډډه نه ده کړې، خو اوکراین هميشه له خبرو شاتګ او انکار کړی دی.

نوموړي ويلي، چې د جي شل (G20)د مشرانو د سرمشریزې اعلامیې لپاره چمتووالی نيول شوی او وړانديز يې کړی، چې ياد هېوادونه په وروستي سند کې د اوکراین مسئلې په تړاو د دریځونو توپیر منعکس کړي.

د اوکراين ولسمشر ولاديمیر زیلینسکي د روانې مياشتې په ۱۵مه نېټه د جي شل (G20)د مشرانو سرمشریزې ته ویډیويي وینا کې د سولې د بيا راتلو په پار یو شمېر وړاندیزونه کړي دي.

نوموړي ويلي، چې روسیه باید د اوکراين د غلو دانو صادرات او انرژۍ امنیت تضمين او ټول اوکرایني بندیان خوشې کړي، دښمنانه کړنې دې پای ته ورسوي او له اوکراین څخه دې خپل ځواکونه وباسي او ځمکنۍ بشپړتیا ته دې يې درناوی وکړي.

(ژباړه: شکريه)