شي جين پينګ د اندونيزيا له ولسمشر جوکو ويدودو سره خبرې اترې وکړې
CMG2022/11/16 23:55:21
شريکول:

د چین دولت رييس شي جين پينګ د اندونيزيا په بالي ټاپو کې د دغه هېواد له ولسمشر جوکو ويدودو سره خبرې اترې وکړې. دواړو مشرانو د چين او اندونيزيا د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په اړه مهمې ګډې نظريې تر لاسه کړې او دې ته يې موافقه وکړه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزو او ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د ټينګېدو د لسمې کليزې په درشل کې به د لوړې کچې همکارۍ لا پياوړې کړي.

شي جين پينګ له جوکو ويدودو سره د جاکارتا-بندونګا پټلۍ د ازموينې په مراسمو کې ګډون وکړ او د دې پټلۍ د ابادۍ معلومات يې واورېدل.

دواړو مشرانو د يادو مراسمو له پای ته رسېدو وروسته خبرې اترې وکړې. شي جين پينګ وويل، چې چين به په پر له پسې توګه پياوړې چيني تصدۍ وهڅوي، چې د اندونيزيا د بنسټيزو تاسيساتو په لويو پروژو کې ګډون وکړي او د ډيجيټلي اقتصاد او زرغون پرمختګ په برخو کې به له اندونيزيا سره همکارۍ پياوړې کړي.

دواړو مشرانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزو او ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو عملي پلان (۲۰۲۲م کال – ۲۰۲۶م کال)، د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ پلان او د سوداګرۍ، ډيجيټلي اقتصاد، مسلکي ښوونې او طبي نباتاتو په برخو کې د همکاريو سندونو د لاسليک په مراسمو کې ګډون وکړ او د دواړو هېوادونو ګډه اعلاميه يې خپره کړه.