شي جين پینګ د څو هېوادونو له مشرانو سره وکتل
CMG2022/11/16 10:34:21
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پینګ د نومبر په ۱۵مه نېټه د اندونيزيا په بالي ټاپو کې د جي شل (G20) د سرمشريزې په څنډې کې د استراليا، کوريا جمهوريت، سنيګال، ارجنټاين، هسپانيې او جنوبي افريقا په شمول د څو هېوادونو له مشرانو سره کتلي دي.

رئيس شي جين پينګ د استراليا له صدراعظم البانيس سره د کتنې پر مهال په اشارې ویلي، چې چين او استراليا د اسيا او ارام سمندر سيمې دوه مهم هېوادونه دي او خپلمنځي دوه اړخیزې اړيکې دې ښې وساتي او پرمختګ دې ورکړي.

نوموړي د چين او استراليا ترمنځ اړيکې د دواړو هېوادونو د خلکو له بنسټيزو ګټو سره سمې او د سيمې او نړۍ د سولې او پرمختګ د پرمخبيولو لپاره ګټورې بللې دي.

شي جين پينګ ويلي، چې هېواد يې د دوه اړخيزو اړيکو د ښه والي او پرمختګ په پار د استراليا وروستي نيت ته په درنه سترګه ګوري او زياته کړې يې ده، چې دواړه خواوې دې له تجربو څخه عبرت واخلي او سم مدار ته د دغو اړيکو د داخليدو او پر له پسې پرمختګ په باب دې بحثونه وکړي.

د استراليا لومړي وزیر البانيس هم په خپلو خبرو کې د استراليا او چين د ستراتيژيکو همکاريو هراړخيزې اړیکې د دواړو خواوو له ګډو ګټو سره سمې بللې دي.

نوموړي ويلي، چې استراليا غواړي، له چين سره د سياسي اړيکو د ټينګېدو د اصلي موخې، متقابل درناوي او مساوي همکاريو پر بنسټ ګډې هڅې او د خپلمنځيو توپيرونو د کموالي په پار رغنده خبرې اترې وکړي، څو دوه اړخيزې اړيکې يې ثابت پرمختګ ومومي.

البانیس زياته کړې، چې هېواد به یې د اقليمي بدلون پر وړاندې د مقابلې او سوداګرۍ په هکله له چين سره همکارۍ زياتې کړي.

رئیس شي جين پينګ په همدې ورځ د کوريا جمهوريت له يون سيوک يول سره د کتنې پر مهال ويلي، چې چين غواړي له کوريا جمهوريت سره ښې اړيکې وساتي او پرمختګ ورکړي او د نړۍ د لا ثابتېدو لپاره خپل خدمتونه وکړي.

نوموړي ويلي، دواړه هېوادونه دې ستراتيژيکې تبادلې پياوړې او په سياسي چارو کې دې متقابل باور لاټینګ کړي.

دواړه هېوادونه يو د بل کمبود پوره کولی شي او د ګډې سمسورتيا او پرمختګ لپاره دې د دوه اړخيزو پرمختیايي ستراتيژيو د نښلولو لپاره ګډې هڅې وکړي.

 

(غاټول)