د چين دولت رئيس شي جين پينګ او د لوکزامبورګ مشر ګرانډ ډوک هينري د نومبر په ۱۶مې نېټې د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو د ۵۰مې کليزې په مناسبت یو بل ته د مبارکۍ پيغامونه لېږلي دي.
شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي، چې چين او لوکزامبورګ په تېرو ۵۰ کلونو کې يو د بل درناوی کړی او د لويو او کوچنيو هېوادونو ترمنځ د چلند او همکاریو ښه نمونه يې جوړه کړې ده.
نوموړي ويلي، چې دواړه هېوادونه په بېلابېلو برخو کې همکارۍ کړي او ښې لاسته راوړنې لري او د ساري په توګه يې د جنګ جو ـ لوکزامبورګ د ورېښمو هوايي لار ياده کړې ده، چې د چين او اروپا ترمنځ يې د تګ راتګ پل جوړ کړی دی.
شي جين پينګ ويلي، چې چین او لوکزامبورګ د کرونا وبا پر وړاندې ګډه مبارزه کړې او متقابلې دوستۍ ته يې خوځنده ځواک ورکړی دی او زياته کړې يې ده، چې هغه د چين او لوکزامبورګ د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او هيله يې ښودلې، چې له ګرانډ ډوک هينري سره د دواړو هېوادونو د اړيکو سالم پرمختګ ته وده ورکړي او خلکو ته ګټې ورسوي.