د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بيورو او دولتي شورا غړي وانګ يي د نومبر په ۱۵مه نېټه د اندونيزيا په بالي ټاپو کې د روسيې له بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف سره کتلي دي.
سيرګي لاوروف له خپل چيني سیال سره په خبرو کې ويلي، چې روسيه غواړي له چين سره د لوړ پوړيو چارواکو ترمنځ د تګ راتګ ښه تمايل او د خپلمنځي ستراتيژيکو همکاريو د هر اړخيزو اړيکو دوام وساتي.
وانګ يي په خپلو خبرو کې ويلي، چې چين غواړي له روسيې سره د لوړې کچې تګ راتګ او په بېلا بېلو برخو کې د نظريو تبادلې او همکارۍ پياوړې کړي او د ولسونو د تګ راتګ لپاره اسانتياوې برابرې کړي.
نوموړي زياته کړې، چې چين به په عادلانه رویې د اوکراين د کړکېچ د حل وفصل او د ښکېلو خواوو ترمنځ د خبرو اترو لپاره رغنده رول ولوبوي.
لاوروف ويلي، چې روسيه د اوکراين مسئلې په اړه پرانيستې رويه لري.