د نومبر په ۱۶مه نېټه، د چين او اندونيزيا جوړې شوې د جاکارتا-بندونګا پټلۍ په ازموينه کې برياليتوب تر لاسه کړی.
د جاکارتا-بندونګا پټلۍ د اندونيزیا له پلازمېنې جاکارتا څخه تر بندونګا ښار پورې رغول شوې ده چې ۱۴۲،۳ کيلومتره اوږدوالی لري. دغه پټلۍ د يو کمربند او يوې لارې وړانديز او د چين او اندونیزیا د همکاريو يوه مشهوره پروژه ده. د دې پټلۍ له لارې له جاکارتا څخه تر بندونګا پورې يوازې ۴۰قيقو مزل ته اړتيا وي، تر دې مخکې څه باندې ۳ ساعتونو مزل وخت نيوه.
په دې سره ياده پټلۍ به ځايي ټرانسپورټي وضعيت ښه کړي او اقتصادي او ټولنيز پرمختګ به پياوړی کړي او د چين او اندونيزيا ترمنځ همکاریو لپاره ډېر مهم اهميت هم لري.