ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې د نړۍ نفوس د ۲۰۲۲م کال د نومبر په ۱۵مه نېټه ۸ ميلیارډو ته رسيدلی دی.
ملګرو ملتونو په خپلې ویبپاڼې کې د " ۸ ميلیارډو نفوسو ورځ " کالم خپور کړی او دا یې د بشري پراختیا په تاریخ کې یو مهم ګام دی.
کالم وايي، چې د عامې روغتيا، تغذيې، روغتيا او درملو ښه والی د خلکو عمرونه زيات کړي او برسېره پردې، په ځینو هیوادونو کې د زیږون لوړې کچې هم د نفوسو په چټکې ودې کې مرسته کړې ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټریش ياده نېټه د انسانانو لپاره یوه ښه شیبه بللې، چې د ځمکې کرې د ګډ مسؤلیت په اړه فکر وکړي.
(ژباړه: شکريه)