د چین د دولت رئیس شي جين پينګ د نومبر په ۱۶مه نېټه د اندونیزیا په بالي ټاپو کې د ایټالیې له لومړۍ وزیرې جیوجیه میلوني سره کتلي دي.
شي جين پينګ له نوموړې سره په خبرو کې تمه ښودلې، چې د چین او ایټالیې د حکومتي کمېټې په شمول د بېلا بېلو برخو ډیالوګ ميکانيزمونه خپلې چارې ښې ترسره کړي او د دواړو هيوادونو د لوړ پوړي تګ راتګ، پاکې انرژۍ، فضايي چارو او د درېیم بازار په برخو کې د همکارۍ نوي ګټور ټکي ولټوي.
نوموړي ويلي، چین به د ایټالیې زیات باکیفیته توکي وارد کړي او د ۲۰۲۳م کال د چین نړیوال وارداتي نندارتون د عمده مېلمه هېواد په توګه يې د ایټالیې هرکلی کړی دی.
شي جين پينګ زياته کړې، چې د چین او اروپا د اړیکو ټينګښت ستر اهمیت لري او هيله يې ښودلې، چې ایټالیا به د چین پر وړاندې د اروپايي ټولنې د خپلواکې تګلارې د هڅولو لپاره اغېزناک رول ولوبوي.
مېرمن جیوجیه میلوني په خپلو خبرو کې ويلي، چې چین د نړۍ یو لوی هېواد دی او په ګردې نړۍ کې يې د اسیا رول مخ په زیاتېدو ښودلی دی.
نوموړې هيله ښودلې، چې هېواد يې د ملګرو ملتونو او شلو لویو صنعتي هېوادونو (جي شل) تر چوکاټ لاندې له چین سره نږدې همکارۍ او د نړۍ پر وړاندې له بېلا بېلو ننګونو سره اغېزمنه مقابله وکړي.
(هیله)