د ايران په جنوب لوېديځ کې د ډزو له امله ۵ کسان وژل شوي
CMG2022/11/17 15:02:15
شريکول:

ايراني رسنيو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد په جنوب لوېديځ خوزستان ولايت کې د نومبر په ۱۶مه نېټه د ډزو پېښه شوې، چې له امله يې لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او څو تنه نور ټپيان دي.

د خوزستان ولايت په امنيتي چارو کې د والي مرستيال ولي الله حياتي خبري رسنيو ته ويلي، چې څو نامالومو وسله والو د نومبر په۱۶مې نېټې د مازديګر په ۵ بجو او ۳۰ دقیقو پر امنیتي ځواکونو او ملکي وګړيو ډزې کړي، چې له امله يې ۵ کسان وژل شوي او څو نور ټپیان دي.

په وژل شويو کسانو کې يو ماشوم او يوه ښځه هم شامل دي او ټپیان روغتون ته ليږدول شوي دي.

ايراني رسنۍ وايي، چې تر اوسه کومې ډلې د يادې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې او د خوزستان ولايت امينتي چارواکو يې په اړه پلټنه پېل کړې ده.